یو شمېر د ایران ویزې غوښتونکي په کابل کې د دې ویزې د تور بازار له پراخېدو شکایت کوي او وایي چې په وروستي یوه کال کې د ویزو د صادرولو په بهیر کې پراخ محدودیتونه د دې لامل شوي چې په غیررسمي بازار کې د ویزو د پېر او پلور کاروبار وده وکړي.
د دغو غوښتونکو په وینا، د ایران ویزې اوس تر ډېره د کمیشنکارانو او د ځینو سیاحتي شرکتونو له لارې چې د دوی په ادعا د ایران له سفارت سره نږدې اړیکې لري، د ډېرو لوړو لګښتونو په بدل کې متقاضیانو ته ورکول کېږي.
هغوی ادعا کوي چې د ځینو ویزو بیه په غیررسمي بازار کې له ۱۶۰۰ تر ۲۰۰۰ ډالرو پورې رسېږي؛ داسې رقم چې ډېری غوښتونکي یې د ورکړې وس نه لري.
غوښتونکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کار او درملنې ویزو ته لاسرسی هم له جدي محدودیتونو سره مخ دی او د دې ډول ویزو ترلاسه کول د درنو لګښتونو ورکولو ته اړتیا لري.
د هغوی په باور، د دې وضعیت دوام ایران ته سفر د افغانستان د ډېرو هغو وګړو لپاره چې د کار، درملنې، زده کړو یا د کورنۍ د غړو د لیدو لپاره سفر غواړي، ستونزمن او ګران کړی دی.
دغه غوښتونکو له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې د افغانستان د وګړو لپاره د ویزو د صادرولو رسمي، شفاف او د لاسرسي وړ بهیر بیا پیل کړي، څو د واسطهګرو او کمیشنکارانو د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه او د ویزو د تور بازار پراختیا له منځه ولاړه شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








