TOOSnews
اعلان
روسيه: د ايران لخوا د اټومي وسلو د جوړولو لپاره هيڅ نښه نه شته.
نړۍټوس نیوز

روسيه: د ايران لخوا د اټومي وسلو د جوړولو لپاره هيڅ نښه نه شته.

۱۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

دیمیټری مدودف اعلان کړی چې مسکو هیڅ معلومات نلري چې ښیي ایران د هسته‌ای وسلو ترلاسه کولو هڅه کوي. هغه دغه موضوع د روسیې د وروستیو دریځونو په چوکاټ کې مطرح کړې ده.

مدودف همدارنګه ویلي چې د روسیې اړیکې له ډونالډ ټرمپ سره عملي دي او هغه دغه ډول تعامل مثبت ارزوي. د هغه په وینا، داسې یوه رویه کولی شي په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي کمولو کې مرسته وکړي.

هغه په بل ځای کې د روسیې او اروپا د اړیکو وضعیت “ډیر بحراني” توصیف کړی او ادعا یې کړې چې ځینې لویدیځ هېوادونه مستقیم په جګړه کې د روسیې سره رول لري. دغه څرګندونې د مسکو او لویدیځ ترمنځ د سیاسي تاوتریخوالي په وام کې مطرح شوي دي.

مدودف همدارنګه د اروپا د اتحادیې رهبري په تصمیم نیولو او لنډمهاله پالیسۍ اتخاذولو کې ناکامه بللې ده او ویلي یې دي چې د دواړو خواوو ترمنځ د بې‌اعتمادۍ کچه حتی د جګړې وروسته به هم لوړه پاتې شي.

هغه په دوام کې خبرداری ورکړی چې د هسته‌ای سناریوګانو پېښېدل لا هم شته او د روسیې پرمختللې وسلې ‌پېژندنې په اړه یې خبرې کړي چې په اړه یې عمومي معلومات نه دي خپاره شوي.

په پای کې، دغه روسي مقام ټینګار کړی چې د مسکو او لویدیځ ترمنځ اوسنی وضعیت د وروستیو کلونو یوه له پیچلو سیاسي دورو څخه ګڼل کيږي او لا هم له جدي تاوتریخوالي سره مخ دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.