TOOSnews
اعلان
صالح: پاکستان د افغانستان او طالبانو پر وړاندې نوې ستراتیژي تعقیبوي.
افغانستانټوس نیوز

صالح: پاکستان د افغانستان او طالبانو پر وړاندې نوې ستراتیژي تعقیبوي.

۲ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال، امرالله صالح، په اېکس ټولنیزه شبکه کې د یوې لیکنې په بیا خپرولو سره د افغانستان او طالبانو په اړه د پاکستان نوې تګلاره تشریح کړې ده.

هغه د «زرغون بهیر» د یوې لیکنې په بیا خپرولو سره وایي چې د اسلام‌اباد ستراتیژي پر پنځو موازي او همغږو محورونو ولاړه ده. د صالح په وینا، پاکستان د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په ښکاره ډول له امنیتي او سیاسي وضعیت سره تړلې دي او د سرحدي دروازو په تړلو سره یې طالبان د شمالي لارو، په ځانګړي ډول د سالنګ، او همدارنګه د ایران پر لارو لا ډېر متکي کړي دي.

په دې شننه کې راغلي چې پاکستان په عملي توګه له خپلې هوايي برترۍ څخه په افغانستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي، په داسې حال کې چې طالبان اغېزمن هوايي دفاعي سیستم نه لري. همدارنګه، د طالبانو د پراخ نړیوال مشروعیت د نشتوالي له امله، هغوی د دغو بریدونو پر وړاندې په غبرګون کې له محدودیتونو سره مخ دي.

صالح همدارنګه ویلي چې د پاکستان پوځ اوس د افغانستان په اړه د خپلو اقداماتو لپاره د هېواد دننه د سیاسي جریانونو له پراخ ملاتړ او لا ډېرې همغږۍ څخه برخمن دی. په ورته وخت کې هڅه کوي نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي او د طالبانو له مخالفینو سره د افغانستان د سیاسي جوړښت او د راتلونکي حکومت په اړه خبرې وکړي.

د دې ارزونې په پای کې ویل شوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په یوه داسې نظام بدل شوی چې اغېزمن دولت نه لري. د لیکنې د لیکوالانو په وینا، د طالبانو سیاسي چلند په تېرو کلونو کې د یوه واقعي او افغان‌محوره حل‌لارې د رامنځته کېدو فرصتونه محدود کړي دي.

لیکواله:محبوبه بابري

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.