د متحدې جبهې مشر، جنرال سمېع سادات ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانه شخړه روښانه حللاره نه لري او د پاکستان متناقض سیاستونه د جګړې د اوږدېدو لامل شوي دي.
نوموړي ویلي، پاکستان د تېرو شلو کلونو پر مهال طالبان پیاوړي کړل، خو د ۲۰۲۱ کال وروسته همدغه تګلاره د اسلاماباد لپاره په ستراتیژیکه ستونزه بدله شوې ده. د هغه په خبره، د پاکستان امنیتي او سیاسي محاسبې اوس د سیمې پر وضعیت منفي اغېز کړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








