لیکوال:سعید سمیر
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ګلالۍ ساپۍ په خپلو تازه څرګندونو کې پر روان وضعیت سختې نیوکې کړې دي. هغې ویلي، چې د هېواد دننه واکمنو نجونې له زدکړو محرومې کړې دي، او اوس د پاکستان له لوري پر تعلیمي بنسټونو بریدونه دا وېره نوره هم پیاوړې کوي چې هلکان به هم له زدکړو زړه توري شي.
ساپۍ د هېواد د هوايي ځواک نشتوالی جدي اندېښنه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د تېر نظام مهمات له منځه تللي او یا بېګټې شوي دي. د هغې په وینا، دې حالت د هېواد دفاعي وړتیا کمزورې کړې ده.
نوموړې همداراز پر ناټو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه ائتلاف افغانستان بېرته هماغه نامعلوم برخلیک ته پرېښود، له کوم ځایه چې یې ماموریت پیل کړی و.
ساپۍ دا پوښتنه هم راپورته کړې چې د اوسنیو شرایطو په شتون کې به هېواد څنګه وکولای شي خپل هوايي حریم وساتي. هغې په پای کې د هېواد د خوندیتوب لپاره دعا کړې او ویلي یې دي، چې خدای دې دا وطن له لا نورو ستونزو وساتي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د کونړ په ولایت کې د پاکستاني پوځ په وروستیو هوايي بریدونو کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ځینې برخې ویجاړې شوي او ملکي خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
بل لور ته، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په وار وار د افغانستان هوايي حریم د بهرنیو بېپیلوټه الوتکو له خوا نقض شوی، خو تر اوسه د واکمنو له لوري په دې اړه کوم څرګند او اغېزناک غبرګون نه دی لیدل شوی.








