TOOSnews
اعلان
سعودي عربستان د منځني ختیځ تر ټولو لوی ګرځندوی  بازار شو.
کلتور او هنرټوس نیوز

سعودي عربستان د منځني ختیځ تر ټولو لوی ګرځندوی بازار شو.

۲۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلولوپ خبري ویب‌پاڼې د راپور له مخې، د سعودي عربستان د سفر او ګرځندوی سکتور ناخالص داخلي تولید په ۲۰۲۵ کال کې د ۷.۴٪ ودې سره ۱۷۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی. دا کچه د منځني ختیځ د ټول ګرځندوی اقتصاد شاوخوا ۴۶٪ برابره بلل شوې او سعودي عربستان یې د سیمې تر ټولو لوی ګرځندوی بازار ګرځولی دی.

د نړیوالې سفر او ګرځندوی شورا په وینا، د سعودي عربستان د سفر او ګرځندوی سکتور د نږدې دوه چنده نړیوالې اوسط چې ۴.۱٪ دی، په کچه وده کوي او د سیمې د ډېرو هېوادونو څخه لوړ فعالیت ثبت کړی دی.

دغه راپور وايي، په سعودي عربستان کې د بهرنیو ګرځندویانو لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې ۸.۲٪ زیات شوي او د نړیوال اوسط ۳.۲٪ څخه لوړ شوي دي. دا ښيي چې د دې هېواد لپاره د نړیوالو سفر غوښتنه په پراخه کچه زیاته شوې ده.

همدارنګه د سعودي عربستان د ګرځندوی وزارت د معلوماتو له مخې، داخلي ګرځندوی هم صعودي روند لري. په ۲۰۲۶ کال کې د درېیو میاشتو په لومړیو کې، دغه هېواد ۲۸.۹ میلیونه داخلي ګرځندویان مېلمه کړي، چې د تیر کال په ورته دوره کې ۱۶٪ زیاتوالی ښيي. د دې برخې لګښت هم ۳۴.۷ میلیارده سعودي ریال دي، چې شاوخوا ۹.۲ میلیارده ډالرو، ته رسېدلی دی.

په سیمه کې، نور هېوادونه هم په ګرځندوی سکتور کې د پام وړ وده کړې ده. د مثال په توګه، د متحده عربي اماراتو د سفر او ګرځندوی سکتور ناخالص داخلي تولید په ۲۰۲۵ کال کې ۶۸.۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی. او د بهرنیو ګرځندویانو لګښتونه په دې هېواد کې ۵۶.۹ میلیارد ډالر راپور شوي دي.

ګلوریا ګویرا، د نړیوالې سفر او ګرځندوی شورا مشره او اجرایوي رییسه، ویلي چې د منځني ختیځ په ۲۰۲۵ کال کې په ګرځندوی صنعت کې د پام وړ وده تجربه کړې او سعودي عربستان په دې بهیر کې مرکزي رول لوبولی دی. هغې ټینګار کړی چې د دې هېواد د ودې نرخ شاوخوا دوه چنده د نړیوالې اوسط سره برابره دی.

هغې همدارنګه زیاته کړې چې په منځني ختیځ کې د ګرځندوی سکتور فعالیت د دې صنعت اوږدمهاله ظرفیت د اقتصادي ودې، د کار فرصتونو رامنځته کولو او په سیمه کې د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ښيي.

سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې د قدیه او نیوم په څېر پروژې په لاره اچولي، ترڅو نوي ګرځندوی جاذبې او هدفونه رامنځته کړي. د دې پروژو هدف د اقتصاد تنوع کول او د تېلو عایداتو پورې تړاو کمول یاد شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.