TOOSnews
اعلان
صديق صديقي: افغانان به د طالبانو له واكمنۍ د خلاصون لاره ومومي.
افغانستانټوس نیوز

صديق صديقي: افغانان به د طالبانو له واكمنۍ د خلاصون لاره ومومي.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي طالبان په سیمه کې تر ټولو لویه او خونړۍ ترهګره ډله بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک به په پای کې د دغې ډلې له واکمنۍ د خلاصون لاره ومومي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبانو له ۲۰۰۱ کال راهیسې بې‌شمېره بې‌ګناه افغانان وژلي، ټپیان او معلول کړي دي. د هغه په وینا، د دغې ډلې تاوتریخوالی او کړنې د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي.

صدیقي همداراز پر هغو لوریو نیوکه کړې چې له طالبانو سره ناستې او خبرې اترې کوي او هغوی ته امتیازات ورکوي. هغه له طالبانو سره د تعامل او د امتیازاتو د دوام پر بهیر ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند ټینګار کړی چې د افغانستان خلک به د طالبانو له واکمنۍ او د دغې ډلې له سیاستونو څخه د خلاصون لپاره یوه لاره پیدا کړي. نوموړي زیاته کړې چې سره له دې چې د طالبانو په بریدونو او اقداماتو کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې ګڼ شمېر بې‌ګناه افغانان قرباني شوي، بیا هم ځینې لوري له دې ډلې سره خپلو اړیکو او خبرو اترو ته دوام ورکوي.

نویسنده:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.