TOOSnews
اعلان
سرګي شويګو: روسیه له طالبانو سره د «بشپړې همکارۍ» جوړولو په ترڅ کې ده.
افغانستانټوس نیوز

سرګي شويګو: روسیه له طالبانو سره د «بشپړې همکارۍ» جوړولو په ترڅ کې ده.

۲۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سرګي شویګو، د روسیې د ملي امنیت د شورا سکرتر ویلي چې دغه هېواد د طالبانو سره د «بشپړ مشارکت» د جوړولو په حال کې دی او نور سیمیز هېوادونه هم هڅوي چې له دې ډلې سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د روسیې د ملي امنیت سکرتر دا څرګندونې (پنجشنبې، د غويي ۲۴مه) د شینګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د خپلو سیالانو سره په یوه غونډه کې کړي دي.

سرګي شویګو ویلي چې له طالبانو سره همکاري د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ده او روسیه له دې ډلې سره د «عملي خبرو» ترڅ کې ده، چې پکې د امنیت، سوداګرۍ، کلتور او بشري مرستو برخې شاملې دي.

د روسیې د ملي امنیت سکرتر همدارنګه د شینګهای همکارۍ سازمان څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان لپاره د اړیکې ډله بیا فعاله کړي.

روسیې په تېرو څلورو کلونو کې له طالبانو سره پراخ سیاسي او اقتصادي تعاملات درلودلي دي او اوس مهال یوازینی هېواد دی چې د دې ډلې حکومت په افغانستان کې په رسمیت پېژندلی دی.

د روسیې حکومت په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د «غیر قانوني او ترهګرې ډلې» په توګه اعلان کړي و، خو د ۲۰۲۵ په اپرېل کې یې نوم د خپلو ترهګرو ډلو له فهرسته وباسه او وروسته یې د طالبانو حکومت په افغانستان کې په رسمیت وپېژانده.

خو د روسیې چارواکو څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنې څرګندې کړي او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې له ټولو ترهګرو ډلو سره یو شان چلند وکړي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.