د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې شېن مکډرمیټ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مرستیال روزونکي او د فیلډینګ د نوي روزونکي په توګه له روزنیز پلاوي سره یوځای شوی دی.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، مکډرمیټ به د روان کال د اګست له لومړۍ نېټې د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو له پیلېدو وړاندې له ملي لوبډلې سره یوځای شي.
نوموړی د کرکټ د روزنې د درېیمې کچې سند لري او د نړیوال کرکټ په ډګر کې پراخه روزنیزه تجربه لري. هغه مخکې هم د ۲۰۲۴ کال له جنوري څخه د ۲۰۲۵ کال تر جولای پورې د افغانستان د ملي لوبډلې د فیلډینګ روزونکي په توګه دنده ترسره کړې وه.
مکډرمیټ وروسته د ۲۰۲۵ کال له جولای څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې د پاکستان کرکټ بورډ د فیلډینګ روزونکي په توګه کار کړی دی.
هغه له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې د سریلانکا د ملي لوبډلې د فیلډینګ روزونکی او د دغه هېواد د «اې» لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی دی. تر دې وړاندې یې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د اسټرالیا د کرکټ په ملي مرکز او د اسټرالیا د ملي او «اې» لوبډلو له روزنیزو پلاوو سره هم بېلابېلې دندې ترسره کړي دي.
شېن مکډرمیټ د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په ګڼو مهمو نړیوالو سیالیو، د ۲۰۲۳ کال د یو ورځني نړیوال جام او د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو د شلاوریز نړیوال جامونو په ګډون، د روزنیزو پلاوو غړی هم پاتې شوی دی.
لیکوال:سعید سمیر








