د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخواني غړي شاپور حسینزوی په یوه ویډیوي پیغام کې ادعا کړې، چې په کابل ښار کې یې لورګانې تښتول شوي او د طالبانو ادارې یې د موندلو په برخه کې پاتې راغلې دي.
نوموړي ویلي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې اړوندو ادارو ته مراجعه کړې، خو تر اوسه کومه پایله نه ده ترلاسه شوې.
هغه په خپل پیغام کې د اوسني وضعیت په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د خلکو له عزت سره لوبې کېږي، دا داسې نظام دی چې د خلکو عزت نه شي ساتلی او بېعزتي رامنځته کوي».
تر اوسه د طالبانو له لوري د نوموړي د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوي.
لیکوال:سعید سمیر








