امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ایداهو ایالت په ټوین فالز ښار کې په یوه رستورانټ کې د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
«اسوشیټېډ پرېس» خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې دغه پېښه د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د سیمهییز وخت له مخې شاوخوا د ماسپښین ۲:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
د دغه راپور له مخې، ډزې د «این-اېنډ-اوټ» په نوم یوه رستورانټ کې شوي دي، چې یوه اوونۍ وړاندې د یوه سوداګریز مرکز دننه پرانیستل شوی و.
د ټوین فالز ښار د عامه معلوماتو مسؤل جاش پالمر په یوه خبري ناسته کې ویلي چې په دې ډزو کې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د ډزو د شکمن کس مړی هم د پېښې په ځای کې موندل شوی دی.
د پېښې یوې عیني شاهدې، لین کوهن، اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې یوه کس د «اې آر» ډوله سپکې وسلې په وسیله پر خلکو ډزې پیل کړې، وروسته یو بل کس چې ښايي عادي وګړی و خو لاسي تومانچه یې لرله، له هغه سره ونښت.
د لین کوهن په وینا، د ډزو پر مهال رستورانت له هغو کسانو ډک و چې د خوړو او څښاک لپاره ورغلي وو.
جاش پالمر ویلي چې تر اوسه د بریدګر هویت او د هغه د عمل انګېزه نه ده معلومه شوې او په اړه یې پلټنې روانې دي.
په متحده ایالاتو کې د شخصي وسلو د مالکیت د حق له امله، د وسلو اړوند تاوتریخوالی ډېر لوړ دی.
د «ګن وایلنس ارشیف» بنسټ وایي چې هر کال په ټوله امریکا کې د وسلو د تاوتریخوالي شاوخوا ۴۰ زره پېښې ثبتېږي. تېر کال د وسلو د تاوتریخوالي له ۳۸ زره او ۳۶۸ پېښو څخه، په ۴۲۵ پېښو کې ډزې د خلکو په منځ کې شوې وې.
لیکواله:سلیمه آریایي








