د هرات ښار د لیلامیو سړک پر احمدي مارکیټ کې د یو شمېر هټیوالو د سې شنبې ورځې، د چنګاښ له دویمې نېټې راهیسې، د بازار د رکود، د پېریدونکو د کمښت او د اقتصادي فشارونو د زیاتوالي په اعتراض کې خپلې هټۍ تړلي دي. دوی وایي چې عواید یې دومره کم شوي چې نور د خپلو هټیو د کرایې د ورکړې توان نه لري.
په هرات کې یو شمېر هټیوالو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د بازار له ناسم وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په وروستیو میاشتو کې اقتصادي رکود د پام وړ ډول زیات شوی دی. د دوی په وینا، د پېریدونکو د تګ راتګ کمښت د خرڅلاو د کمېدو او د سوداګریزو فعالیتونو د دوام د سختېدو لامل شوی دی.
یو هټیوال وایي چې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو له زیاتېدو او د یو شمېر ښځو له نیول کېدو وروسته، په هرات کې اقتصادي او معیشتي وضعیت د تېر په پرتله لا سخت شوی دی. هغه باور لري چې دا شرایط پر بازارونو هم مستقیم اغېز لري.
د هرات یو بل اوسېدونکی هم وایي چې دا ولایت له پراخ اقتصادي رکود سره مخ دی او ډېر بازارونه نیمه تړلي حالت کې دي. د هغه په وینا، د خلکو د پېرلو ځواک کمېدل او د اقتصادي فعالیتونو کمزوري کېدل د دې وضعیت اصلي لاملونه دي.
هټیوال، په ځانګړي ډول د خوراکي توکو او مصرفي توکو پلورونکي، وایي چې عواید یې د تېر په پرتله په پام وړ ډول کم شوي او بازار له بېساري رکود سره مخ دی.
هغه مارکیټ چې هټیوالو پکې اعتصاب ته مخه کړې، د هرات ښار د بوټانو د پلور له پېژندل شویو مرکزونو څخه دی. په دې بازار کې بېلابېل نارینه او ښځینه بوټان پلورل کېږي او د ښار د اوسېدونکو ترمنځ د «بوټ پلورونکو بازار» په نوم پېژندل کېږي.
هرات په وروستیو اونیو کې د طالبانو له لوري د ښاروالۍ د بېلابېلو برخو په ورځني ژوند کې د محدودیتونو او سختگیریو زیاتوالی تجربه کړی دی. د ښځو د پوښښ په موضوع کې لاس وهنو لږ تر لږه د جبریل په سیمه او د هرات ښار کې دوه اعتراضي غونډې رامنځته کړې، چې د طالبانو د ځواکونو له لوري پای ته ورسېدې.
هټیوال وایي چې د نیولو له وېرې او موجودو محدودیتونو له امله یو شمېر ښځې بازارونو ته له تګ څخه ډډه کوي؛ هغه موضوع چې د دوی په باور د پېریدونکو د کمښت او د بازار د رکود په زیاتېدو کې مهم رول لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








