په کونړ کې سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی چې د کونړ ولایت په یوه سیند غاړه کې د یوه ځوان سر پرې شوی جسد موندل شوی دی.
سرچینو نن دوشنبه، د زمري ۱۹مه، زیاته کړې چې دغه ځوان عبدالباسط، چې اصلاً د ننګرهار اوسېدونکی و، دوه ورځې وړاندې په کونړ ولایت کې د نامعلومو کسانو له خوا د نامعلوم لامل له کبله وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، عبدالباسط دوه ورځې وړاندې د تفریح لپاره کونړ ته تللی و چې نامعلومو کسانو له هغه سره له لفظي شخړې وروسته نوموړی وژلی، او بیا یې د هغه ګرځنده ټلیفون او موټرسایکل له ځان سره وړي دي.
د هېواد وګړي وايي چې د طالبانو تر واک لاندې په ټول افغانستان کې د جنایي جرمونو، ناڅرګنده او هدفي وژنو کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








