د امریکا د نوتردام پوهنتون اعلان کړی چې د یوه تفاهملیک د لاسلیک له لارې به د «زن آنلاین پوهنتون» د تعلیمي فعالیتونو ملاتړ وکړي، څو د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د لوړو زدهکړو فرصتونه پراخ شي.
دغه پوهنتون د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ څلورمه، په یوه راپور کې ویلي چې دا تفاهملیک د نوتردام پوهنتون د نړیوالو چارو د پوهنځي او د زن آنلاین پوهنتون ترمنځ لاسلیک شوی، او دواړه لوري به د تعلیمي او علمي پروګرامونو د پراختیا په برخه کې همکاري کوي.
د راپور له مخې، دواړه بنسټونه به د ګډو درسونو په برابرولو، د څېړنیزو پروژو په پلي کولو، د علمي پروګرامونو په جوړولو، د تعلیمي سرچینو په تبادله او د ګډو سندونو په ورکولو کې همکاري ولري.
همدارنګه پلان شوی چې د افغانستان د لوړو زدهکړو د ننګونو او فرصتونو په اړه غونډې جوړې شي، څو د علمي بحثونو او همکارۍ لپاره زمینه برابره شي.
د زن آنلاین پوهنتون د خپل جوړېدو له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر اوسه پورې تر ۲۰ زرو زیات زدهکوونکو ته په ۱۶ تعلیمي څانګو کې خدمات وړاندې کړي او هره اوونۍ نږدې ۸۰۰ آنلاین ټولګي جوړوي.
د نوتردام پوهنتون د معلوماتو له مخې، دا همکاري به د روان کال په مني کې پیل شي او موخه یې د تعلیمي فرصتونو پراخول او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکاریو پیاوړتیا ده.
دغه پوهنتون همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې، په افغانستان کې له دوو میلیونو څخه زیاتې ښځې او نجونې د زدهکړو له پراخو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








