د سوریې د بهرنیو چارو وزیر، اسعد حسن شیباني، د پنجشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته ورسېد. دا په تېرو ۱۹ کلونو کې پاکستان ته د سوریې د بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر دی او همداراز د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته پاکستان ته د سوریې د یوه لوړپوړي دیپلوماټیک چارواکي لومړنی سفر بلل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د ور رسېدو انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې حسن شیباني ته اسلاماباد ته د رسېدو پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ په چارو کې مرستیال منشي هرکلی ووایه.
دغه سفر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بلنه ترسره کېږي او ټاکل شوې چې حسن شیباني دوه ورځې په اسلاماباد کې پاتې شي. د دواړو هېوادونو چارواکي به د سفر پر مهال د دوهاړخیزو اړیکو او د سوریې او پاکستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، سیمهییز او نړیوال تحولات به هم د سوریې او پاکستان د پلاوو ترمنځ د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي. د پاکستان حکومت دغه سفر د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او له سوریې سره د همکاریو د پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی.
دا د سوریې د بهرنیو چارو د یوه وزیر لومړنی سفر پاکستان ته دی، چې د سوریې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ولید معلم د ۲۰۰۷ کال د مې میاشتې له سفر وروسته ترسره کېږي. همداراز حسن شیباني د سوریې لومړنی بهرنیو چارو وزیر دی چې په ۲۰۲۴ کال کې د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدو او په دمشق کې د انتقالي رهبرۍ له پیل وروسته پاکستان ته سفر کوي.
پاکستان ته د سوریې د بهرنیو چارو وزیر سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې په سیمه کې ترینګلتیاوې زیاتې شوي او په سوریه کې امنیتي تحولات لا هم د سیمې د هېوادونو د پام وړ دي. پاکستان د چهارشنبې په ورځ د سوریې په شمال لوېدیځ ادلب ولایت کې د ابوظهور پر هوايي اډې د اسرائیلو هوايي برید په کلکه غندلی دی.
اسلاماباد دغه برید «پارونکی» اقدام او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول اقدامات کولای شي سیمهییزه سوله او ثبات لا زیات کمزوري کړي.
اسرائیلو دغه برید په دې اندېښنه توجیه کړی چې ښايي ترکیه په دغه هوايي اډه کې پوځي حضور ولري؛ خو سوریې او ترکیې دغه ادعا رد کړې ده. پاکستان هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هغه څه په اړه چې د نړیوالو قوانینو سرغړونه یې بللې، د اسرائیلو د حساب ورکونې لپاره خپل رول ترسره کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د خپل هېواد پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسلاماباد د سوریې د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او په دغه هېواد کې د سولې او هوساینې د ټینګښت ملاتړ کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








