TOOSnews
اعلان
د سوریې ولسمشر احمد الشرع،له ټرمپ سره د لیدنې لپاره انقرې ته ورسېد.
نړۍټوس نیوز

د سوریې ولسمشر احمد الشرع،له ټرمپ سره د لیدنې لپاره انقرې ته ورسېد.

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

احمد الشرع، د سوریې ولسمشر، د چهارشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې او د ناټو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د خبرو اترو لپاره د ترکیې پلازمېنې انقرې ته ورسېد.

په سوریه کې د ترکیې سفیر او د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیر په هوايي ډګر کې د احمد الشرع هرکلی وکړ. دا سفر د سوریې او ترکیې ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه د دوه اړخیزو غونډو او خبرو اترو په موخه ترسره شوی دی.

د انادولو خبري اژانس د ډونالډ ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې هغه د ناټو د غونډې په څنډه کې له د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په لیدنه کې ویلي: «ولسمشر احمد الشرع په تېرو ۱۸ میاشتو کې په خپل هېواد کې ثبات رامنځته کړی او توانېدلی چې ټول هېواد متحد کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې دمشق په وروستیو میاشتو کې د لوېدیځو هېوادونو له لوري د دیپلوماټیکو فعالیتونو د زیاتوالي شاهد دی.

په دې لړ کې یو له مهمو وروستیو پېښو څخه سوریې ته د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون سفر بلل کېږي. دا سفر د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته سوریې ته د اروپایي اتحادیې د کوم ولسمشر لومړنی سفر ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې، امانویل مکرون په پاریس کې د الیزه ماڼۍ کې له احمد الشرع څخه هرکلی کړی و. دا لیدنه د سوریې د ولسمشر په توګه د هغه له رسمي دندې پیل وروسته لوېدیځ هېواد ته د نوموړي لومړنی سفر ګڼل کېږي.

د سوریې وروستي دیپلوماټیک تحرکات ښيي چې دمشق هڅه کوي خپلې بهرنۍ اړیکې پراخې کړي او له سیمې او نړۍ له هېوادونو سره لا زیات تعامل رامنځته کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.