په کندوز کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي، چې د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۱۶ زره کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه دغه ولایت ته ستنې شوي دي.
د دغه ریاست رییس عبدالولي محمدي ویلي، ډېری راستنېدونکې کورنۍ د کندوز اصلي اوسېدونکي دي او د وري له میاشتې تر زمري پورې بېرته دغه ولایت ته ستنې شوې دي.
محمدي زیاته کړې، چې راستنېدونکو کډوالو د استوګنې نومرو د وېش بهیر د چټکتیا غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه له ۱۰۰ زرو ډېر کډوال یوازې کندوز ته ستانه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، له ایران او پاکستان څخه بېرته ستنېدونکي ډېری افغان کډوال په کابل، هرات او ننګرهار کې هم مېشت شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني مخکې ویلي و، چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له ایران، پاکستان، ترکیې او نورو هېوادونو څخه تر اته میلیونه ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالي په افغانستان کې بشري وضعیت لا ستونزمن کړی او پر عامه خدمتونو، د کار پر بازار او اقتصادي سرچینو یې فشار زیات کړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








