لیکوال:سعید سمیر
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، چې د بغلان ولایت د «جلوگیر» په سیمه کې یې یوه لرغونې کلا کشف کړې ده. د یاد وزارت په وینا، دا کلا شاوخوا دوه زره کاله تاریخي لرغونتوب لري او د سیمې له مهمو تاریخي اثارو څخه شمېرل کېږي.
چارواکو زیاته کړې، چې لومړنۍ څېړنې ښيي دغه کلا د پخوانیو تمدنونو له دورې سره تړاو ولري او د تاریخي ارزښت له مخې ځانګړی اهمیت لري. هغوی ویلي، چې د دې اثر د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره به نورې مسلکي څېړنې هم ترسره شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار کړی، چې د تاریخي اثارو ساتنه د دوی له مهمو مسوولیتونو څخه ده او هڅه کوي، چې دا ډول موندنې خوندي او ثبت کړي.








