TOOSnews
اعلان
طالبانو په هرات کې د خزانې موندنې د ۱۰ دستګاوو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په هرات کې د خزانې موندنې د ۱۰ دستګاوو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.

۲۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په هرات کې د طالبانو پوځي چارواکي وايي، چې د اسلام‌ کلا لوې لارې په کنډک کې موظفو ځواکونو د «خزانې موندنې» ۱۰ دستګاوې کشف او ضبط کړي دي.

د هرات د طالبانو د لوې لارې کنډک قوماندان، سیف‌الدین صفت‌الله، ویلي چې د دغو دستګاوو د لېږد په تړاو یو کس نیول شوی دی.

په هرات کې د باختر خبري اژانس ولایتي څانګې (سې‌شنبې، د زمري۲۰ مه) د صفت‌الله په حواله راپور ورکړی چې دغه دستګاوې د ځمکې لاندې د فلزي شیانو د موندلو لپاره کارول کېږي.

د یادې رسنۍ د راپور له مخې، د نیول شوي کس دوسیه به د طالبانو قضايي ادارو ته وسپارل شي.

طالبانو د تاریخي اثارو د موندلو، استخراج او پېر او پلور شخصي فعالیتونه «غیرقانوني» بللي دي.

د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خلکو غوښتي چې که هر ډول تاریخي اثر ومومي، باید هغه د اطلاعاتو او کلتور اړوندو سیمه‌ییزو ریاستونو ته وسپاري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.