باخبره سرچینې وایي چې طالبانو د پنجشېر مشهور او جنجالي دیني عالم یحیی عنابي نیولی دی. د سرچینو په وینا، دا نیونه وروسته له هغې وشوه چې د هغه د مدرسې د یو شمېر زدهکوونکو او طالب ځواکونو ترمنځ په عنابې ولسوالۍ کې نښته رامنځته شوه.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳مه، د ماسپښین شاوخوا یوه بجه، د پنجشېر ولایت په عنابې ولسوالۍ کې د یحیی عنابي د مدرسې دروازې ته نږدې شوې ده.
سرچینې وایي چې شخړه هغه مهال پیل شوه، کله چې یحیی عنابي او د هغه یو شمېر زدهکوونکو د مدرسې ترڅنګ د موچي د یوې غرفې د لرې کولو غوښتنه وکړه. د دوی په وینا، زدهکوونکو دغه غرفه «مشکوکه» بلله. وروسته له هغه چې طالب ځواکونه سیمې ته ورسېدل، د مدرسې د زدهکوونکو او طالب ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.
د امرالله صالح په مشرۍ اړوند زرغون بهیر غورځنګ هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالب ځواکونو له رسېدو وروسته، د مدرسې د زدهکوونکو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
یحیی عنابي د پنجشېر له پېژندل شویو دیني عالمانو څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې د خپلو جنجالي ویناوو او دریځونو له امله څو ځله د خبرونو سرلیک ګرځېدلی دی. نوموړی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، کله د طالبانو نږدې روحاني او کله هم په پنجشېر کې د دې ډلې د ځینو کړنو منتقد بلل شوی دی.
د یحیی عنابي ویناوو، په ځانګړي ډول د ښځو، شیعهګانو، د طالبانو د منتقدینو او د شریعت د پلي کولو په اړه، څو ځله په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. خو هغه په ځینو مواردو کې په پنجشېر کې د طالبانو پر کړنو هم نیوکې کړي دي.
طالبانو تر اوسه د یحیی عنابي د نیولو او د دې پېښې د جزییاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








