TOOSnews
اعلان
كوز يفتل طالب ولسوال: مخالفين له خپل پخواني «دښمن» پاكستان سره ولاړ دي.
افغانستانټوس نیوز

كوز يفتل طالب ولسوال: مخالفين له خپل پخواني «دښمن» پاكستان سره ولاړ دي.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بدخشان د کوز یفتل ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالقدیر غفوري ادعا کړې چې د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې د پاکستان په ملاتړ فعالیت کوي.

غفوري په یوه ولسي غونډه کې ویلي، مخالفین د واک ترلاسه کولو لپاره له داسې هېواد سره ولاړ دي چې دوی پخوا خپل دښمن باله.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې په بدخشان کې د طالبانو پر وړاندې د «ازادۍ جبهې» او «سپاهیان میهن» ډلې د وسله‌والو فعالیتونو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

بلخوا، د سمېع سادات په مشرۍ «متحدې جبهې» هم په بدخشان کې د خپلو وسله‌والو بریدونو د پیل خبر ورکړی دی. طالبانو تر اوسه د دغو ډلو د فعالیتونو په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.