په پنجشېر کې د طالبانو والي: په غرونو او د دې ولایت په سیمو کې هېڅ مخالف نشته.
د پنجشېر د طالبانو والي، محمدآغا حکیم، ادعا کړې چې د طالبانو هېڅ مخالف ځواکونه د دې ولایت په غرونو او سیمو کې حضور نه لري او د پنجشېر ټولې برخې د طالبانو د امنیتي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دي.
حکیم طالبانو پورې اړوند «امید راډیو» سره په خبرو کې ویلي چې د پنجشېر غرونه د ګاونډیو هېوادونو له غرنیو سیمو سره ورته والی لري او د طالبانو مخالفین د «کولاب» غرونو ته خېژي او وروسته ادعا کوي چې په پنجشېر کې حضور لري.
د طالبانو والي د خپلو دغو ادعاوو د ثابتولو لپاره کوم خپلواک شواهد یا اسناد نه دي وړاندې کړي. هغه وویل: «د پنجشېر او ګاونډیو هېوادونو غرونه یو شان دي. هغوی د کولاب غرونو ته خېژي او وايي چې موږ په پنجشېر کې یو.»
محمدآغا حکیم همداراز ادعا کړې چې د پنجشېر ټول غرونه او ځمکې د طالبانو د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي او د دې ډلې هېڅ وسلهوال مخالف د دغه ولایت په جغرافیه او غرنیو سیمو کې حضور نه لري.
هغه د دې څارنې پر پراخوالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې ان «یوه لوېشت» ځمکه هم د مخالفینو په واک کې نه ده. نوموړي زیاته کړه: «سل په سلو کې څارنه لرو او بشپړ امنیت ټینګ دی.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په بېلابېلو وختونو کې د خپلو وسلهوالو کسانو انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې د دې جبهې ځواکونه د پنجشېر په غرنیو سیمو کې فعالیت کوي.
خو د ملي مقاومت جبهې له لوري د خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو د ثبت دقیق ځای، او همداراز په پنجشېر کې د دې جبهې د ځواکونو د حضور ادعا، په خپلواک ډول نه شي تاییدېدای.
د طالبانو والي همداراز ویلي چې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو له امله په پنجشېر کې د پراختیايي پروګرامونو د پلي کېدو، اقتصادي فعالیتونو او عامه خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شوې ده.
پنجشېر له هغو سیمو څخه دی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ډلې د وسلهوالو مخالفینو د فعالیتونو له مهمو مرکزونو څخه بلل کېږي. د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان ملي مقاومت جبهې هم په تېرو کلونو کې څو ځله په پنجشېر او شاوخوا سیمو کې پر طالبانو د خپلو ځواکونو د بریدونو خبر ورکړی دی.
سره له دې متقابلو ادعاوو، د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د مخالفو ځواکونو د حضور د کچې او د دغه ولایت د کره امنیتي وضعیت په اړه خپلواک او د تایید وړ معلومات لا هم محدود دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








