د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د اوو خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه یې د پراخو سرغړونو له امله، چې پکې د «خیالي محصلینو» ثبتول او د اداري فساد اړوند موارد شامل دي، د یوه کال لپاره ځنډولي دي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغو پوهنتونونو د فعالیتونو د ځنډولو پرېکړه د یادو بنسټونو مسؤلینو ته له پرلهپسې خبرداریو او سپارښتنو وروسته شوې ده. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وینا، د دې اقدام موخه د سرغړونو مخنیوی او د ښوونیز نظام د کیفیت ښه کول دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت همداراز د دوو نورو خصوصي پوهنتونونو د فعالیت جوازونو د بشپړ لغوه کېدو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، دغو دوو ښوونیزو مرکزونو ته د ستونزو د اصلاح او حل لپاره له فرصت ورکولو سره سره ونه شو کولای ټاکل شوي معیارونه پوره کړي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د لوړو زده کړو د بنسټونو د فعالیتونو څارنه، د ښوونیزو معیارونو رعایت او د اداري فساد د مواردو څېړنه د افغانستان د ښوونیز نظام له مهمو ننګونو څخه بلل کېږي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې اعلامیه کې د هغو پوهنتونونو د نومونو او نورو جزیاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي چې فعالیتونه یې ځنډول شوي او یا یې د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








