TOOSnews
اعلان
طالبان: په تېره یوه میاشت کې له څلورو زرو څخه ډېرې استوګنیزې نمرې راستنېدونکو کډوالو ته وېشل شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: په تېره یوه میاشت کې له څلورو زرو څخه ډېرې استوګنیزې نمرې راستنېدونکو کډوالو ته وېشل شوي دي.

۳ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو د ستونزو د څېړنې عالي کمېسیون وایي، چې په تېره یوه میاشت کې بېرته راستنو شویو ۴ زره او ۲۲ کډوالو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي.

د دې کمېسیون د راپور له مخې، له دې سره د هغو استوګنیزو ځمکو ټول شمېر چې تر اوسه بېرته راستنو شویو کډوالو ته وېشل شوې، ۷۱ زره او ۸۱۷ نمرو ته رسېدلی دی.

په تېره میاشت کې د وېشل شویو ځمکو له ډلې، ۲ زره او ۶۱۴ نمرې په ننګرهار، ۹۱۶ په فاریاب، ۱۷۲ په نیمروز، ۱۲۰ په بامیان او ۱۰۰ ـ ۱۰۰ نمرې په کونړ او سمنګان ولایتونو کې وېشل شوې دي.

دغه کمېسیون ویلي، چې بېرته راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر لا هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د مهاجرینو د بېرته راستنېدو څپې د بشري وضعیت او د سرپناه د کمښت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. یو شمېر بېرته راستنه شوي کډوال، په ځانګړي ډول هغه کسان چې له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي، د استوګنې ځای او کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او ځینې یې لا هم په کمپونو کې ژوند کوي.

سره له دې چې د بېرته راستنو شویو مهاجرینو لپاره ځینې ښارګوټي او د استوګنې ځانګړي ځایونه جوړ شوي، راپورونه ښيي چې اقتصادي ستونزې او د سرپناه نشتوالی یو شمېر کورنۍ دې ته اړې کړي چې د ناقانونه لارو له لارې له افغانستان څخه د بیا وتلو هڅه وکړي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.