د بلوچستان د پښین ولسوالۍ د سرانان سیمې ځايي سرچینې وایي، په دې سیمه کې دوه ډرون بریدونه ترسره شوي دي.
طالبانو ته نږدې رسنۍ «حریت» ادعا کړې چې دغه بریدونه د داعش او د طالبانو د مخالفو وسلهوالو پر مرکزونو شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، له بریدونو وروسته د سرانان په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، یو برید د نجونو د یوه پخواني ښوونځي پر ودانۍ شوی او په پایله کې یې د وطن دوست، عنایت الله او برات په نومونو درې کسان ټپیان شوي دي.
د بریدونو د څرنګوالي او احتمالي تلفاتو په اړه تر اوسه خپلواکې سرچینې بشپړ معلومات نه دي تایید کړي.
لیکوال:سعید سمیر








