د افغانستان جمهوري نظام پخواني چارواکي تمیم عاصي په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي باندي سختې نیوکې کړې دي. نوموړي ادعا کړې چې د کوفي نږدې خپلوان د طالبانو له استخباراتي جوړښت سره تړاو لري.
عاصي ویلي، د فوزیه کوفي زوم په ننګرهار کې د اوسنیو حاکمانو د استخباراتو ادارې مرستیال دی. هغه دا هم زیاتوي چې د کوفي خور د طالبانو د همدې ادارې د یوه مشر درېیمه مېرمن ده.
نوموړي د دغو ادعاوو پر بنسټ د کوفي سیاسي دریځ تر پوښتنې لاندې راوستی او د هغې مبارزه یې “سیاسي نمایش” بللې ده.
تر اوسه فوزیه کوفي د تمیم عاصي دغو څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکوال:سعید سمیر








