د تهران پولیسو د یوې ۱۰ کسیزې وسلوالې د تښتونې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی. د پولیسو په وینا، د دې شبکې غړو ځانونه د مامورینو په توګه معرفي کول، افغان وګړي یې تښتول او د هغوی له کورنیو څخه یې د خوشې کولو په بدل کې پیسې غوښتې.
د تهران د جنایي څېړنو پولیسو مرستیال مرتضی نثاري د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۳۱مه، وویل چې د دې دوسیې څېړنه وروسته له هغې پیل شوه چې د تېر کال په وروستیو کې د تښتونې دوه پېښې ثبت شوې.
د هغه په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دې ډلې غړي جرمي مخینه لري او د درې موټرو په کارولو سره به یې قربانیان پېژندل او تعقیبول.
نثاري زیاته کړه چې تورن کسان به د مامورینو په توګه د ځان معرفي کولو وروسته، د وسلو په ګواښ سره قربانیان تښتول او بیا یې د خوشې کولو لپاره له کورنیو څخه پیسې غوښتې.
د جنایي جرمونو پر ضد د خبرتیا پولیسو مرستیال ویلي چې پولیسو د معلوماتي او عملیاتي اقداماتو وروسته، یو اصلي تورن د تهران د یوه ګاونډي ولایت په یوه سیمه کې پېژندلی او نیولی ده.
د هغه په وینا، دغه تورن تر نیول کېدو وروسته په تښتونو کې په ګډون اعتراف وکړ، او د نورو څېړنو په دوام کې د دې شبکې د ۹ نورو غړو هویت هم معلوم شوی.
نثاري ویلي چې د دې ډلې ټول غړي مخکې له دې چې د قربانیانو له کورنیو کومې پیسې تر لاسه کړي،د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
هغه همدارنګه وویل چې د تورنو په پټنځای کې د پلټنې پر مهال دوه تومانچې او یو شمېر د مرمۍ هم کشف او ضبط شوي دي.
د تهران پولیس وايي چې تکمیلي څېړنې ښيي د دې شبکې غړو د تهران په ختیځ کې هم په یوه ولسوالۍ کې د همدې طریقې په کارولو سره د تښتونې پېښه کړې ده.
د نثاري په وینا، ټول تورن کسان د قضايي حکم له مخې د نورو څېړنو لپاره د پولیسو تر څېړنو لاندې دي او د هغوی د نورو احتمالي جرمونو د څېړلو پروسه روانه ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








