TOOSnews
اعلان
افغان كرېکټ بورډ د اسيايي لوبو لپاره ١۵ كسيزه لوبډله اعلان كړه.
ورزشټوس نیوز

افغان كرېکټ بورډ د اسيايي لوبو لپاره ١۵ كسيزه لوبډله اعلان كړه.

۲۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ د افغان ابدالیانو ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړی دی.

په نوملړ کې دروېش رسولي، اسحاق رحیمي، حسن عیسی‌خېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیب‌الله ځدران، فیصل شینوزاده، فرمان ساپی، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټی، عرب ګل، فریدون داودزی او عبدالله احمدزی شامل دي.

د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبې د جاپان په ایچي او ناګویا ښارونو کې ترسره کېږي. افغانستان به د سیالیو په لومړي پړاو کې له نیپال او جاپان سره مخ شي او د بریا په صورت کې به بل پړاو ته لار ومومي.

افغان کرېکټ بورډ په رسمي وېبپاڼه کې هم د افغان ابدالیانو لوبډله د افغانستان د دویمې درجې یا «A» لوبډلې په توګه ثبت کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.