رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د اتلولۍ جام به د فرانسوي برانډ «لوېي وېتون» له خوا په ځانګړي جوړ شوي صندوق کې د نیویارک–نیوجرسي لوبغالي ته، چېرې چې د پایلوبه به ترسره کېږي، ولېږدول شي. دغه صندوق په ځانګړې توګه د اتلولۍ جام د لېږد لپاره طرحه او جوړ شوی دی.
د لوېي وېتون ځانګړی صندوق بېساری ډیزاین لري. د صندوق په مخکینۍ برخه کې د سرو زرو رنګ «V» توری جوړ شوی چې هم د «بریا» نښه ده او هم د وېتون د نوم استازیتوب کوي. همدارنګه د دغه برانډ مشهورې نښې، په کونجونو کې د سرو زرو رنګ ساتونکي، او دننه د بژ رنګ چرمي پوښ د دې صندوق له ځانګړتیاوو څخه دي. په دې صندوق کې د فیفا او لوېي وېتون د همکارۍ نښه هم لیدل کېږي.
لوېي وېتون پرلهپسې د پنځم ځل لپاره د نړیوال جام د اتلولۍ جام د لېږد صندوق د ډیزاین او جوړولو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. دغه شرکت تر دې مخکې د ۲۰۱۰، ۲۰۱۴، ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو نړیوال جامونو لپاره هم ځانګړي صندوقونه جوړ کړي وو.
د لوېي وېتون رئیس او اجرائیوي مشر پیټرو بکاری په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې شرکت او فیفا همکاري له یوې لسیزې ډېره موده روانه ده او دا همکاري د ورزش د الهامبښونکي رول او د خلکو د یو بل سره د نږدې کولو پر ګډ باور ولاړه ده.
د فوټبال نړیوال جام اصلي اتلولي جام، چې هر څلور کاله وروسته ګټونکې لوبډلې ته ورکول کېږي، ډېری وخت د سویس په زوریخ ښار کې د فیفا په موزیم کې ساتل کېږي. د دغه جام د لېږد لپاره د ځانګړي صندوق جوړول د فرانسوي لوکس برانډ لوېي وېتون لپاره یو له مهمو او بااعتباره ویاړونو څخه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








