TOOSnews
اعلان
په افغانستان کې په لویو ښارونو کې د درې پوړونو څخه لوړو ودانیو جوړول منع شول.
افغانستانټوس نیوز

په افغانستان کې په لویو ښارونو کې د درې پوړونو څخه لوړو ودانیو جوړول منع شول.

۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

د طالبانو چارواکو د یوه نوي فرمان په صادرولو سره اعلان کړی دی چې د افغتنستان په لویو ښارونو، لکه کابل، کې د درې پوړونو نه لوړ ودانیو جوړول منع دي. دا محدودیت د استوګنځیو پر ودانیو هم تطبیق کیږي او ټولې نوې جوړونې یې په ځان کې شاملوي.

نعمت‌الله بارکزي، د کابل د ښاروالۍ ویاند، په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د دې حکم له مخې هیڅ شخص یا اداره نه شي کولی تر درې پوړونو زیات جوړ کړي. هغه زیاته کړې ده چې دغه طبقات باید بې له زیر زمینۍ یا تهکوي څخه جوړ شي او د دې محدودیت رعایت کول د ټولو لپاره لازمي دي.

په دې فرمان کې دغه راز راغلي چې د جوړونې جواز ترلاسه کولو لپاره، وګړي باید د معمول اسنادو لکه شرعي قباله، د مالیې ټکټ، د معاملاتو اسناد او د کلي د وکیل تایید ترڅنګ د جومات د امام یا ملا اجازه هم وړاندې کړي. دغه شرط د جواز ورکولو پروسې یوه برخه ګرځول شوې ده.

د دې مقرراتو له مخې، ټولې نوې جوړونې باید د ښار نقشې او تخنیکي اصولو سره سم ترسره شي او د ښاروالۍ ادارې دې ته مکلفې دي چې د هغو ودانیو لپاره جواز ورکولو څخه ډډه وکړي چې له دې فرمان سره مخالفت لري. لا تر اوسه دا نه ده روښانه چې دغه پرېکړه به پر روانو ساختماني پروژو څه اثرات ولري.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.