TOOSnews
اعلان
اروپایي اتحادیه به ډېر ژر طالبان بروکسل ته دعوت کړي.
نړۍټوس نیوز

اروپایي اتحادیه به ډېر ژر طالبان بروکسل ته دعوت کړي.

۲۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د اروپا کمیسیون به په نږدې راتلونکي کې د طالبانو چارواکو ته بروکسل ته د خبرو لپاره بلنه ورکړي، تر څو د افغان کډوالو د بېرته استولو موضوع وڅېړل شي.

د راپورونو پر بنسټ، ډېر ژر به د دې ناستې د ترسره کېدو د وخت د ټاکلو په اړه کابل ته یو لیک واستول شي. دا لیدنه د سویډن په همغږۍ پلان شوې او ویل شوي چې له دې مخکې به دوه اروپايي پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي.

د اروپا کمیسیون ویاندې ویلي چې د اروپايي اتحادیې چارواکي په دې کار کوي چې له طالبانو سره په بروکسل کې یوه تخنیکي ناسته ترسره کړي. د دې لیدنې لپاره لا تر اوسه کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان شوې.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې شاوخوا ۲۰ اروپايي هېوادونه هڅه کوي لارې چارې پیدا کړي ترڅو افغان کډوال، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د جرمونو د محکومیت سره مخ دي، بېرته هېواد ته ولېږدوي. څو اروپايي هېوادونو مخکې په یوه لیک کې له اروپايي اتحادیې غوښتنه کړې وه چې د دې پروسې د پرمختګ لپاره ډیپلوماټیکې او عملي لارې چارې پیدا کړي.

دغه طرحه د بشري حقونو د سازمانونو او د کډوالو د حقونو د مدافعینو له خوا نیوکې سره مخ شوې ده. منتقدین وايي چې د افغانانو بېرته استول هغه هېواد ته چې د شدیدو بشري، اقتصادي او انساني بحرانونو سره مخ دی، د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کولی شي.

د اروپايي اتحادیې د شمېرنو له مخې، د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۴ کلونو پورې شاوخوا یو میلیون افغانانو په اروپایي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده. په ۲۰۲۵ کال کې هم افغانان په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله پاتې شوې ده.

ځینو هېوادونو، پشمول د آلمان، مخکې له دې د افغان کډوالو د اخراج کار پیل کړی دی.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.