TOOSnews
اعلان
د اروپايي ټولنې استازې پنجشېر ته تللې.
افغانستانټوس نیوز

د اروپايي ټولنې استازې پنجشېر ته تللې.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې، ویرونیکا پوهار بوسکویچ، د دوشنبې په ورځ پنجشېر ولایت ته تللې او د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو سره یې لیدلي دي.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، چې بوسکویچ د دغه ولایت له والي محمدآغا حکیم سره په لیدنه کې د امنیتي وضعیت ترڅنګ د پنجشېر پر پراختیايي اړتیاوو هم خبرې کړي دي.

د نوموړي په وینا، د اروپايي ټولنې استازې ویلي چې په پنجشېر کې د کرنې او روغتیا په برخو کې د یو شمېر نویو پروژو د عملي کولو پلان لري. هغې زیاته کړې چې د پنجشېر ایمرجنسي روغتون د ملاتړ لپاره شپږ میلیونه یورو ځانګړې شوي دي.

له بلې خوا، د پنجشېر والي د ولایت د اړتیاوو په اړه د خبرو پر مهال د کرنې د ودې، د اوبو لګولو کانالونو جوړولو، د استنادي دېوالونو د رغولو او د سړکونو او پلونو جوړولو ته د لومړیتوب غوښتنه کړې ده.

دواړو لورو د پنجشېر د روغتیا، کرنې او زیربناوو د پیاوړتیا په برخه کې د همکاریو پر دوام خبرې کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.