TOOSnews
اعلان
د اف بي آی ادارې د سپینې ماڼۍ په ورزشي مراسمو باندې د برید د پلان د شنډولو خبر ورکړ.
نړۍټوس نیوز

د اف بي آی ادارې د سپینې ماڼۍ په ورزشي مراسمو باندې د برید د پلان د شنډولو خبر ورکړ.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف‌بي‌آی) پنځه کسان د دې تور لاندې نیولي چې د سپینې ماڼۍ په محوطه کې پر یوې ورزشي غونډې د برید او د هېواد د لوړپوړو چارواکو د ترور پلان یې جوړاوه.

دې وزارت د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۶مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې تورنو کسانو غوښتل د یو اف سي ورزشي ننداره هدف وګرځوي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په محوطه کې ترسره شوه.

د اعلامیې له مخې، نیول شوي کسان د اوهایو، میسوري، نبراسکا او کالیفورنیا ایالتونو اوسېدونکي دي او د دې قضیې په اړه پلټنې لا هم روانې دي.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې اف بي آی یوازې د دغه احتمالي ګواښ په اړه د پیښې له ترسره کېدو څلور ورځې مخکې خبر شو او وتوانېد مخکې له دې چې برنامه پیل شي، دا پلان وپېژني او شنډ یې کړي.

د امنیتي چارواکو په وینا، د تورنو کسانو د ډیجیټلي وسایلو څېړنې ښيي چې د ډلې یوه غړي د عملیاتو د رهبرۍ او همغږۍ مسؤلیت درلود.

څارنوالانو ویلي چې د دې پلان یوه برخه دا وه چې د چاودېدونکو موادو لرونکي ډرونونه د ودانیو پر وړاندې بریدونو لپاره وکارول شي او همدارنګه مهم اشخاص، چې په کې یو شمېر سناتوران هم شامل دي، هدف وګرځول شي.

یو له شکمنو کسانو څخه چې په اوهایو کې نیول شوی، داسې ډیجیټلي وسایل یې لرل چې رمز شوي پیغامونه پکې موجود وو. د چارواکو په وینا، همدې پیغامونو پلټونکو ته مهم سرنخونه ورکړي او هغوی یې نورو ښکېلو کسانو ته رسولي دي.

د څارنوالانو د موندنو له مخې، د دې برید طراحانو پلان درلود چې د ډرونونو په کارولو سره د وېرې او وحشت فضا رامنځته کړي، څو خلک داسې سیمې ته سوق شي چې هلته د سنایپرانو ډله ځای پر ځای شوې وه.

د عملیاتو په بل پړاو کې پلان شوی و چې یوه بله ډله د سپینې ماڼۍ پر دروازو برید وکړي او د پلان نورې برخې عملي کړي.

د امریکا قضایي چارواکي وايي چې د دې ډلې غړي لومړی ځل د مارچ په میاشت کې پېژندل شوي وو او له تېرو درې میاشتو زیات وخت راهیسې یې د وسلو، مهماتو د برابرولو او عملي تمرینونو له لارې د برید لپاره تیاری کوله.

د عدلیې وزارت زیاته کړې چې تورن کسان افراطي مذهبي او د حکومت ضد نظریات لرل او د همدې انګېزې له مخې یې د سپینې ماڼۍ تر څار لاندې د ورزشي غونډې د برید پلان جوړ کړی و.

یاده ورزشي غونډه د یکشنبې په ماښام، د غبرګولي ۲۴مه، د امریکا د ولسمشر او د هېواد د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې د سپینې ماڼۍ په محوطه کې ترسره شوه او د امنیت د ټینګښت لپاره سخت تدابیر نیول شوي وو.

دا پروګرام د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دستور ترسره شوی و.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴،۳۰۰ ځانګړي مېلمانو په دې غونډه کې ګډون درلود او نږدې ۸۵،۰۰۰ نورو کسانو د نږدې سیمو څخه د لویو سکرینونو له لارې سیالۍ تعقیب کړې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.