TOOSnews
اعلان
د سي اېن اېن بنسټ ایښودونكى د ٨٧ كلونو په عمر ومړ.
افغانستانټوس نیوز

د سي اېن اېن بنسټ ایښودونكى د ٨٧ كلونو په عمر ومړ.

۱۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکايي رسنیو نامتو او اغېزمن شخصیت او د سي‌ اېن ‌اېن شبکې بنسټ‌ اېښودونکی، ټېډ ټرنر، د چهارشنبې په ورځ د ۸۷ کلونو په عمر ومړ.

ټېډ ټرنر د معاصرو رسنیو په تاریخ کې یو له هغو مهمو څېرو څخه و، چې د خبرونو د خپرولو بڼه یې بدله کړه. نوموړي په ۱۹۸۰م کال کې سي‌ اېن ‌اېن شبکه جوړه کړه، چې د نړۍ لومړنی ۲۴ ساعته کېبلي خبري چینل و او وروسته یې د نړیوالو رسنیو پر بهیر ژور اغېز وکړ.

د ټرنر په نوښت، خبرونه نور یوازې د ټاکلو وختونو پورې محدود پاتې نه شول، بلکې په دوامداره توګه خپرېدل یې پیل شول، چې دا بدلون د ټلوېزیون صنعت لپاره یو لوی بدلون بلل کېږي.

هغه د رسنیو تر څنګ په سوداګرۍ او خیریه چارو کې هم فعاله ونډه درلوده او د خپل نوښتګر فکر له امله د نړۍ په کچه پېژندل کېده. د نوموړي مړینه د رسنیو د نړۍ لپاره یوه لویه ضایعه ګڼل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.