د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د دې جبهې ځواکونو د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو پر پوستو چریکي برید ترسره کړی دی.
دې جبهې د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳مه، په خپله ایکس پاڼه کې په خپاره کړي پیغام کې ادعا کړې چې دا برید تېره ورځ د سهار په وخت شوی او شاوخوا ۲۰ دقیقې یې دوام کړی دی.
د ازادۍ جبهې د ادعا له مخې، په دې عملیاتو کې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی او د دې جبهې ځواکونو د طالبانو پوستې هدف ګرځولې دي.
دغه جبهه همدارنګه ادعا کوي چې د دې برید په پایله کې طالبانو ته درانه تلفات او زیانونه اوښتي دي. خو د احتمالي تلفاتو د شمېر په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي او طالبانو هم تر دې دمه د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دې جبهې زیاته کړې چې په عملیاتو کې برخه اخیستونکي ځواکونه زیانمن شوي نه دي او ټول غړي یې د برید له پای ته رسېدو وروسته په روغ ډول له سیمې وتلي دي.
په وروستیو میاشتو کې، د ازادۍ جبهې څو ځله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ځواکونو او اړوندو مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی دی. دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان په ډېرو مواردو کې یا د داسې بریدونو رامنځته کېدل رد کړي او یا یې په اړه څه نه دي ویلي.
دې جبهې پرون هم ادعا کړې وه چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان یې په کابل ښار کې په برید کې هدف ګرځولي دي.
د دغو ډول ادعاوو زیاتوالی په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان تل په ټول هېواد کې د سراسري امنیت د تأمین خبره کوي. خو د وسلوالو مخالفو ډلو د فعالیتونو په اړه خپاره شوي راپورونه لا هم د هېواد د امنیتي وضعیت موضوع د پام وړ ګرځوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








