لیکواله:سلیمه آریایي
د نړۍ د اسماعیلیانو پنځوسم امام،رحیم حسیني د یکشنبې په ورځ د لندن د ماراټن په سیالۍ کې ګډون وکړ او د پای کرښې نه تېر شو. هغه تل خپل پیروان ورزش، تحرک او بدني فعالیتونو کولو ته هڅولي, او د هر عمر او هر ډول مصروفیت سره د بدن د صحت ساتلو اهمیت باندې یې ټینګار کړی دی.
رحیم حسینی،مخکې هم په ۲۰۲۴ کال کې د برلین ماراټن او په ۲۰۲۵ کال کې د شیکاګو ماراټن کې ګډون کړی و.د هغه ګډون په دې سیالیو کې، ورزش او صحي ژوند ته دې هغه دوامدارې پاملرې ښکارندویي کوي.
لندن ماراټن هر کال په اپریل کې ترسره کيږي او د نړۍ له مهمو اتلتیک سیالیو څخه ګڼل کېږي. د دې سیالۍ لاره د ګرینیوچ پارک نه پیل کېږي او د ښار بېلابېلو برخو څخه تېرېدلو وروسته په لندن ښار کې پای ته رسېږي.
دا پېښه د ورزش سربېره په نړۍ کې له لويو خیریه پروګرامونو څخه هم شمېرل کېږي. زرګونه رضاکاران د لارې په اوږدو کې د منډو وهونکو سره مرسته کوي او د ټولنې د همکارۍ او یووالي پراخه فضا رامنځته کيږي.
تېر کال لندن ماراټن توانېدلی وو چې ۸۷.۳ میلیونه پونډه د خیریه بنسټونو لپاره راټولې کړي او د نړۍ په کچه د یوې ورځنۍ خیریه مرستو راټولولو تر ټولو لویه پېښه وپیژندل شوه.
د دې کال سیالۍ هم څو مهمې پېښې لرلې. سباسټین ساوه له کینیا څخه د نارینه په ډله کې د ۱:۵۹:۳۰ رکورډ سره لومړی مقام ترلاسه کړ او لومړنی ورزشکار شو چې په دې سیالۍ کې د دوه ساعتونو مزل مات کړ.
لندن ماراټن چې په ۱۹۸۱ کال کې تاسیس شو، د خپلو ښکلو لارو او د محلي خلکو د پراخ ملاتړ له امله ډېره مشهوره شوې ده. هر کال له ۱۶ زرو زیات رضاکاران د لارې په بېلابېلو برخو کې ګډون کوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.








