په کابل کې د طالبانو غړو او یو شمېر دیني عالمانو د پاکستاني عالم شيخ محمد ادريس د وژل کېدو په مناسبت د فاتحې مراسم ترسره کړل. په دې مراسمو کې د نوموړي پر وژنه خواشيني وښودل شوه او دا پېښه د دیني عالمانو پر وړاندې یو اندېښمنوونکی عمل وبلل شو.
ګډونوالو له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د علماوو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره عملي تدابیر ونیسي. د دوی په وینا، دیني شخصیتونه باید له تاوتریخوالي خوندي وساتل شي.
شيخ محمد ادريس، چې د دارالعلوم حقانيه له استادانو څخه و او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منير سره یې نږدې اړیکې لرلې، د خېبر پښتونخوا د چارسدې په سیمه کې د نامعلومه وسله والو له لوري ووژل شو.
لیکوال:سعید سمیر








