TOOSnews
اعلان
د پاکستان پوځ وايي هغه بریدګر چې په کراچۍ کې نیول شوی، افغان دی.
نړۍټوس نیوز

د پاکستان پوځ وايي هغه بریدګر چې په کراچۍ کې نیول شوی، افغان دی.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د کراچۍ په ښار کې د یوه پوځي مرکز پر وړاندې د برید په ترڅ کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ په وینا، درې بریدګر هم د نښتې پر مهال وژل شوي دي. پوځ ویلي چې یو ټپي بریدګر یې هم نیولی دی چې د افغانستان وکړی دی.

د نیول شوي کس د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ د چنګاښ اوومه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا برید د کراچۍ د رېنجر ځواکونو پر کمپ باندې د «جماعت الاحرار» ډلې لخوا شوی، چې د پاکستاني طالبانو له اړوندو ډلو څخه ده.

تر دې وړاندې همدې ډلې د برید مسوولیت منلی و.

په بیان کې راغلي چې بریدګرو د کمپ پر اصلي دروازې له چاودنې وروسته هڅه کوله دننه ورننوځي، خو د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او ونه توانېدل خپل هدف ته ورسېږي.

د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې د خپلو وژل شویو سرتېرو د وینې د بدل اخیستو لپاره به د دې برید د عاملانو پر ضد ځوابي عملیات ترسره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.