ځینو محلي سرچینو راپور ورکړی دی چې طالبانو د افغانستان د ولسي جرګې دپخوانۍ غړې فوزیې کوفي کور په کابل ښار کې مصادره کړی او پکې مېشت شوي دي. هم مهاله، د هغې د کورنۍ درې کسان د دې ډلې له لوري نیول شوي دي.
د دې سرچینو په وینا، طالبانو په پیل کې د دې کور ځینې ښځې هم نیولي وې او هغوی ته یې ویلي و چې د فوزیې کوفي سره د اړیکو او همکارۍ له امله تعقیب کېږي. دا کسان وروسته له څه مودې خوشې شوي دي، خو د ځینو نورو خپلوانو نیونه تر اوسه هم دوام لري.
د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، د فوزیې کوفي خپلوان له تېرو ۴ ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دي. تر اوسه پورې د هغوی د وضعیت یا د نیولو رسمي دلایلو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
فوزیه کوفي په تېرو کلونو کې له هغو شخصیتونو څخه وه چې د بشري حقونو، سیاسي او اجتماعي آزادۍ، او د افغانستان د ښځو وضعیت په اړه یې پرلهپسې څرګندونې کړي او د طالبانو د کړنو په اړه یې نیوکې کړي دي.
دا اقدام د طالبانو پر ضد د منتقدانو پر فشارونو کې زیاتوالی ښیي. مخکې له دې هم د محمد محقق په ګډون د ځینو نورو سیاسي شخصیتونو د کورونو مصادره کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
څارونکي په دې باور دي چې دا ډول اقدامات د طالبانو نوې تګلاره ده چې د مخالفو غږونو محدودولو لپاره یې ترسره کوي. په وروستیو ورځو کې هم ځینو سیاسي شخصیتونو، په ځانګړي ډول ښځو، له فوزیې کوفي څخه انتقاد کړی و چې د هغې د کورنۍ غړي کابل ته ځي او راځي.
لیکواله:سلیمه آریایي








