د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اعلان کړی چې د نشه يي توکو، په ځانګړي ډول صنعتي نشه يي توکو پر وړاندې پراخ کمپاين په ټول افغانستان کې روان دی. د دې ادارې چارواکي وايي چې د نشه يي توکو د قاچاق د شبکو د پېژندنې او کنټرول لپاره اقدامات د هېواد په بېلابېلو برخو کې سخت شوي دي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د معینیت یو مسوول عبدالحق مطیع په کابل کې په یوه سمینار کې وویل چې سره له دې چې د دودیزو نشه يي توکو د کنټرول په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې شوي دي، خو صنعتي نشه يي مواد لا هم یو جدي ګواښ پاتې دي. هغه ټینګار وکړ چې مسوول ځواکونه مکلف دي د قاچاقي شبکو غړي ونیسي او د قانوني پروسو لپاره یې عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.
په دې ناسته کې یو شمېر پوهانو هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل. هغوی ټینګار وکړ چې د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه یوازې د امنیتي اقداماتو له لارې پایله نه ورکوي، بلکې باید د اعتیاد د پراختیا پر ټولنیزو او اقتصادي عواملو هم تمرکز وشي.
د دغو استادانو په وینا، بېکاري، فقر او د زدهکړو د فرصتونو کموالی له هغو عواملو څخه دي چې کولای شي خلک، په ځانګړي ډول ځوانان، د نشه يي توکو کارولو ته مخه وکړي. هغوی د دې ستونزو د حل لپاره د جامع پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د دې سمینار ګډونوالو هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عملي پایلو په اړه د شفافو، مستندو او راپورونو پر اړتیا ټینګار وکړ او د دې برخې د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه یې د خلکو د لا زیات پوهاوي غوښتنه وکړه.
لیکواله:سلیمه آریایي








