لیکواله:سلیمه آریایي
عبداللطیف منصور، د طالبانو د کلیو د احیا او انکشاف وزیر، تایید کړې ده چې د عبدالرشید دوستم ورور تېر کال د طالبانو د حکومت د وزیرانو شورا ته یوه رسمي غوښتنه وړاندې کړې وه چې ځینې وسلې ترلاسه کړي، او دغه غوښتنه د لارښوونې په بنیاد منل شوې ده.
د هغه په وینا، دا عمل د عدالت پر بنسټ شوی وو، او د طالبانو ادارې لخوا مستقیمه مراجعه د ارزښت وړ عمل ګڼل شوې. هغه د دې پریکړې د پروسې په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.
دغه څرګندونې د کابل په یوه غونډه کې د اسلامي امارت عدالت او د مخالفانو مقاومت په اړه مطرح شوې. په دې غونډه کې د حکومتي جوړښت او د طالبانو د ادارې نظریاتو اړوند ځینې مسایلو باندې هم بحث شوی دی.
یوې سیاسي څېرې ته د وسلو سپارل تایید شوي، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت تل د خپلو ځواکونو په لاس کې د وسلو د انحصار پر اهمیت ټینګار کړی. دې موضوع د جګړه ییزو وسلو د توزیع معیارونو او پریکړو کې د شفافیت په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.
تر اوسه د دې وسلو د ډول، شمېر او د کارونې څرنګوالي په اړه نور معلومات ندي خپاره شوي او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه نوي توضیحات نه دي ورکړي.








