لیکواله:سلیمه آریایي
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د غویي د ۷مې کودتا او “د هغه وروسته تېری” په افغانستان کې غندلی او د غویي ۸ مه د “تاریخي فتحې، بریا او د الهي لوی نعمت ورځ” بولي.
په دې اعلامیه کې چې(دوشنبه، د غویي په۷ مه خپره شوې، ویل شوي چې د ۱۳۵۷ کال د غویي د۷ مې کودتا د هیواد د اشغال او د “پردۍ کمونسټي ایډیولوژي” د تحمیلولو لپاره ترسره شوې وه.
طالبان زیاتوي چې د افغانستان خلکو د دغې پېښې په مقابل کې مقاومت وکړ او د دوی په وینا، ۱۴ کاله “مبارزې” دوام وکړ، تر دې چې د ۱۳۷۱ کال د غویي ۸مه ورځ “بریا او خپلواکي” ترلاسه شوه.
په دې اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د بریا وروسته، خلکو هیله درلوده چې په یوه سوله ییزه فضا کې او د “شرعي نظام” تر سیوري لاندې ژوند وکړي، خو د طالبانو په باور، داخلي اختلافات او ډله ییزې جګړې دغه وضعیت له منځه یووړ او هیواد یې په یوه نوي بحران کې واچاوه.
طالبان ټینګار کوي چې اوس یې هدف د یوالي رامنځته کول، د ګډوډۍ پای ته رسول او د خپل مطلوب نظام په عملي کولو تمرکز دی، او ټولو افغانانو ته یې بلنه ورکړې چې د هېواد د ثبات او د دې نظام د ساتلو لپاره همکاري وکړي.
د ۱۳۵۷ کال د غویي په۷مه ورځ، د خلق او پرچم ګوندونو یوه ډله د محمد داوود خان د حکومت خلاف کودتا وکړه. په دې پېښه کې، محمد داوود خان او د هغه کورنۍ غړي په ارګ کې ووژل شول او قدرت نورمحمد ترکي ته وسپارل شو.
وروسته په ۱۳۵۸ کال کې، د پخواني شوروي ځواکونو افغانستان ته ځواب ورکړ او د هغوی، د وخت حکومت او د مخالفو ډلو ترمنځ اوږده جګړه پیل شوه. دې جګړې څو کاله دوام وکړ او د هېواد په سیاسي او ټولنیز وضعیت یې پراخې اغېزې وکړې.
په پای کې، د ۱۳۷۱ کال د غویي په ۸ مه ورځ، د مجاهدینو ډلې کابل ته وردننه شوې او د ډاکتر نجیب الله حکومت سقوط وکړ. وروسته له دې، د مجاهدینو ترمنځ اختلافات پیل شول چې د کورنیو جګړو لامل شو او په هیواد کې یې پراخ بشري زیانونه او پراخې کډوالۍ رامنځته کړې.








