تمدن ټلوېزیون په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي، چې د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲مه) د طالبانو امنیتي ځواکونو د دغه ټلوېزیون دفتر محاصره کړی، چې له امله یې د شبکې خپرونې ځنډول شوي دي.
یاد ټلوېزیون تر دې وړاندې هم په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی و، چې د تاسوعا او عاشورا ورځو سره هممهاله د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري د دفتر پر ضد د عملیاتو له امله د نشراتو د بندېدو احتمال شته.
تمدن ټلوېزیون له خلکو غوښتي چې دغه وضعیت په دقت او حساسیت وڅاري او د راتلونکو پرمختګونو په اړه خبر واوسي. د ټلوېزیون مسوولینو ویلي، چې ستونزه لا هم روانه ده، خو په دې اړه یې د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې ده.
تر اوسه طالبانو د تمدن ټلوېزیون د دفتر د محاصرې او د نشراتو د درېدلو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د محرم میاشتې له پیل سره سم د عاشورا مراسمو د تنظیم او د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا خبر ورکړی و.
لیکوال:سعید سمیر








