TOOSnews
اعلان
طالبانو په نظامي مركزونو كې پر ځیركو ټليفونونو بنديز لګولی.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په نظامي مركزونو كې پر ځیركو ټليفونونو بنديز لګولی.

۱۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مسوولانو خپلو ټولو وسله‌والو ته په یوه غږیز پیغام کې سپارښتنه کړې، چې له دې وروسته په نظامي مرکزونو کې ځيرک مبایلونه ونه کاروي.

په دغه پیغام کې ویل شوي، چې د امنیتي ملاحظاتو له مخې دې ټول ځواکونه د اړیکو لپاره ساده مبایلونه وکاروي او د ځيرکو مبایلونو له کارولو څخه دې ډډه وکړي.

مسوولينو ټینګار کړی، چې دا اقدام د معلوماتي خوندیتوب او د احتمالي امنیتي خطرونو د کمولو په موخه شوی دی.

لیکواله:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.