TOOSnews
اعلان
طالبانو په پنجشیر ولایت کې د ښځو د خیاطۍ کارګاوې تړلې دي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په پنجشیر ولایت کې د ښځو د خیاطۍ کارګاوې تړلې دي.

۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

ځايي سرچینې په پنجشير ولايت کې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په دې ولايت کې د رخې په ولسوالۍ کې د ښځو د خیاطي د زده‌کړو کارګاوې تړلي دي.

د یرچینو په وينا، دغه کارګاوې د خوړو نړیوال پروګرام لخوا د ښځو د خیاطۍ زده‌کړو او د کورنیو د اقتصاد تقویه کولو لپاره جوړې شوې وې.

سرچینې زیاتوي چې د طالبانو چارواکي وايي چې د دې ډول پروګرامونو هدف چې د بهرنيو سازمانونو لخوا جوړ شوي، د ښځو ملاتړ نه دی، بلکې هدف یې “د ښځو بې‌حجابي” ده.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ،خوړو نړیوال پروګرام په رخې ولسوالۍ کې دوه د خیاطۍ کارګاوې جوړې کړې وې، چې په دې مرکزونو کې له ۵۰ څخه زیاتو ښځو د دې مسلک زده‌کړې کولې.

طالبان په افغانستان کې د بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو پر تعلیم او کار پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

دې ډلې مخکې هم په ځینو ولايتونو کې د ښځو لپاره د مسلکي زده‌کړو کارګاوې بندې او تعطیل کړي دي.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.