ځايي سرچینې وایي، طالبانو د کرېکټ لوبغاړی بلال سمېع د یوې شخړې له امله د لنډ وخت لپاره نیولی و، خو وروسته یې بېرته خوشې کړی دی.
د معلوماتو له مخې، بلال سمېع د اسعداباد ښار په یوه کرېکټ اکاډمۍ کې له زاهد نومي بل لوبغاړي سره لفظي شخړه کړې چې وروسته فزیکي نښتې ته اوښتې او زاهد پکې ټپي شوی دی.
سرچینې زیاتوي، د دې پېښې اصلي لامل په اکاډمۍ کې د ډسپلین او اصولو پر سر اختلاف بلل شوی دی.
ویل کېږي، د بلال سمېع له خوشې کېدو وروسته د اسعداباد یوې قومي جرګې د دواړو لورو ترمنځ د روغې جوړې مسئولیت پر غاړه اخیستی او هڅه کوي چې موضوع د خبرو اترو له لارې حل کړي.
لیکوال:سعید سمیر








