منابع آگاه میگویند چې طالبانو د جمعې په ورځ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د عاشورا د ویر مراسمو کې له ګډون څخه مخنیوی کړی دی. د دغو سرچینو په وینا، په وروستیو ورځو کې پر ښاغلي کرزي لګول شوي محدودیتونه په څرګند ډول زیات شوي دي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د حامد کرزي پر فعالیتونو او عامه پروګرامونو یو لړ نوي محدودیتونه لګولي دي. دا اقدامات د هغو محدودیتونو دوام دی چې په تېرو کلونو کې هم پر هغه موجود وو، خو اوس یې ساحه لا پراخه شوې ده.
سرچینې وايي چې د دغو محدودیتونو زیاتوالی وروسته له هغه رامنځته شو چې حامد کرزي په هرات کې د ښځو او نجونو د پراخې نیونې په اړه تازه نیوکه وکړه. هغه د افغان ښځو د عزت او کرامت پر ساتلو ټینګار وکړ او د معترضینو سره د چلند په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې افغانستان تر بل هر وخت سولې، همغږۍ او یووالي ته اړتیا لري.
حامد کرزی په تېرو پنځو کلونو کې له بېلابېلو محدودیتونو او فشارونو سره مخ شوی، خو دا محدودیتونه نه دي توانېدلي چې د ښوونیزو موضوعاتو په اړه د هغه دریځونه ودروي. هغه لا هم د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو پر اړتیا ټینګار کوي.
د افغانستان پخواني ولسمشر د جمعې په ورځ، د چنګاښ په پنځمه، د عاشورا په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان خلک، لکه د نورو مسلمانانو په څېر، دا ورځ لمانځي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان خلک د اهلبیت محبت د یووالي او ورورولۍ عامل ګڼي او له دې مناسبت څخه د همغږۍ، اصلاح او پوهاوي د پیاوړتیا لپاره ګټه اخلي.
حامد کرزي چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال او تر هغې وروسته به یې تل په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون کاوه، په خپل پیغام کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان وګړي د عاشورا له معنویت او برکت څخه په ګټه اخیستلو سره د پرمختګ، سوکالۍ، یووالي او د علم او پوهې پر بنسټ د یوه هېواد د جوړولو لپاره هڅې وکړي.
حامد کرزی د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط او د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په زمري میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کابل کې پاتې شو. طالبانو په پیل کې د هغه بهرني سفرونه محدود کړي وو، خو دا محدودیتونه وروسته تر یوه حده نرم شول.
با خبره سرچینې وایي چې د عاشورا په مراسمو کې د حامد کرزي د ګډون مخنیوی، په کابل کې د ځینو اغېزمنو سیاسي څېرو پر وړاندې د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو دوام دی. خو تر اوسه د طالبانو چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
په ورته وخت کې، د عاشورا د مراسمو پر مهال د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د مخابراتي شبکو خدمات هم له پراخې ګډوډۍ او قطع کېدو سره مخ شوي دي. د کابل، هرات، مزار شریف، بامیان او غزني اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د جمعې له سهاره د مخابراتي خدماتو شبکه پرې شوې وې.
لیکواله:سلیمه آریایي








