TOOSnews
اعلان
طالبانو په كندهار کې د پخوانيو پوځیانو پر كورونو چاپې وهلي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په كندهار کې د پخوانيو پوځیانو پر كورونو چاپې وهلي.

۱۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

دوه باوري سرچینې وايي، طالبانو تېره شپه ناوخته د کندهار ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د اولې عینو مېنې په سیمه کې د پخواني نظام د یو شمېر سرتېرو پر کورونو چاپې وهلي او د هغوی د کورونو دروازې یې ماتې کړي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو دغه کورونه د وسلو د شتون په شک پلټلي، خو تر اوسه د دغو عملیاتو د پایلو، د وسلو د موندل کېدو او یا د کسانو د نیول کېدو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

سرچینې زیاتوي چې په تېرو دوو ورځو کې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په ځینو سیمو کې هم د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو پر کورونو د طالبانو له‌خوا د پلټنو او چاپو راپورونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پخواني جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو د نیولو، شکنجې او وژلو په اړه د بشري حقونو بنسټونو او بېلابېلو سرچینو راپورونه خپاره کړي دي.

طالبان عموماً د ورته عملیاتو دلیل امنیتي اندېښنې او د ناقانونه وسلو د موندلو هڅې بولي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.