د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چارو وزارت اعلان کړی چې د ښار د ترانسپورټ د خدمتونو د تنظیم او اسانتیا لپاره، په کابل ښار کې د «تونس» موټرو او د شخصي پلیټ لرونکو موټرو تګ راتګ په ۱۶ ترانسپورټي لارو بند شوی دی.
دغه وزارت د شنبې په ورځ د( غویي ۱۹ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې یادې لارې د دشت برچي، میرویس میدان، قمبر څلورلاری، پل سوخته، پوهنتون او یو شمېر نورې ښارنۍ لارې رانغاړي.
د وزارت د معلوماتو پر بنسټ،له دې وروسته به په دې لارو کې د بسونو، ټکسي او مرسېدس موټرو له خوا خلکو ته ترانسپورټي خدمتونه وړاندې شي.
همدارنګه، د کابل د لوېدیځ خلکو راپورونه ورکړي چې شاوخوا دوه اونۍ کېږي چې د «تونس» موټر د دشت برچي په لارو کې بند دي او دغه موضوع د خلکو ورځني تګ راتګ کې پراخې ستونزې رامنځته کړي دي.
د ځینو تایید نه شوو راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰ «تونس» موټرو په دشت برچي کې فعالیت درلود، او د هغوی د فعالیت د بندېدو سره زرګونو کورنیو خپل د عاید سرچینه له لاسه ورکړې ده.
د کابل په لوېدیځ کې دشت برچي سیمه د پازمېنې یو له ډېر نفوس لرونکو سیمو څخه شمېرل کېږي، او د «تونس» موټرو چلوونکو کلونه په دې سیمه کې په عمومي او فرعي لارو کې خلکو ته ترانسپورټي خدمتونه وړاندې کول.
لیکواله:سلیمه آریایي








