TOOSnews
اعلان
د طالبانو د معارف وزیر:د کلاشینکوف او ژېړې بشکې سره نه شو کولی چې د دښمن پر وړاندې له ځان څخه دفاع وکړو.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د معارف وزیر:د کلاشینکوف او ژېړې بشکې سره نه شو کولی چې د دښمن پر وړاندې له ځان څخه دفاع وکړو.

۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

حبیب‌الله آغا، د طالبانو د معارف وزیر، د عصري علومو د زده‌کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې «د کلاشینکوف او ژېړې بشکې» سره نه شو کولای چې دښمن پر وړاندې د هېواد دفاع وکړو. نوموړي زیاته کړه چې دودیز وسایل اوسني حالت کې کافي نه دي او افغانستان ته پرمختللي دفاعي تجهیزاتو ته اړتیا لري.

د طالبانو د معارف وزیر د یکشنبې، د غويي شپږمه، په بامیان ولایت کې په یوه غونډه کې د افغانستان لپاره د پرمختللې دفاعي سیسټم جوړول اړین وبلل او هغه یې د هېواد د بېړنیو اړتیاوو څخه یاد کړل.

هغه په غیرمستقیمه توګه د هوايي ګواښونو په اړه وویل چې کله دښمن د هوا له لارې برید کوي او بمباري کوي، نو باید د دې لپاره پرمختللي دفاعي وسایل او تجهیزات چمتو شي.

حبیب‌الله آغا همداراز وویل چې په اوسني وضعیت کې د تورې، کلاشینکوف او ژېړې بشکې کارول د دفاع لپاره کافي نه دي. د هغه په وینا، افغانستان د نویو ګواښونو په وړاندې پر مختللې ټیکنالوژي او دفاعي سیسټمونو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه چې ژېړه بشکه په تیرو وختونو کې ډېری د چاودېدونکو موادو د پټولو لپاره په لارو کې کارول کېدې او د بهرنیو ځواکونو د هدف کرځولو لپاره کارول کېده، خو په اوسني عصر کې د دې وسایلو ترڅنګ، پرمختللي پوځي وسایل هم ضروري دي.

طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو سره په جګړه کې ژېړې بشکې د چاودېدونکو موادو د پټولو لپاره کارولې وې. دغې ډلې به په دې بشکو کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کول او په پوځي موټرو او حکومتي تأسیساتو باندې یې بریدونه کول.

دا بشکې په تېرو کلونو کې د طالبانو له خوا د پوځي تجهیزاتو او همدارنګه د دې ډلې په پوځي مارش او جهادي موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې وې.

د طالبانو د معارف وزیر په خپلو خبرو کې د امریکا او اسرائیلو د ایران اسلامي جمهوریت سره د جګړې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې ګومان کېده ایران به په دې جګړه کې مات شي، خو د هغه په وینا، ایران د پرمختللي دفاعي سیسټم درلودلو له کبله خپله لوړوالی ښودلې ده.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.